ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

سرپرست پيژندنه(بيوګرافي)

 دیپلوم انجنير عبدالسمیع ستانکزی

anasعبدالسميع ستانکزی په ۱۳۶۶ هجري لمريز کال کې، چې له ۱۹۸۷ ميلادي کال سره سمون خوري د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په يوه متمدنه کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار يې عبدالجليل ستانکزی نومېږي او له لومړنيو زده کړو څخه وروسته يې د کابل پوهنتون په انجنيرۍ پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې يې د ليسانس سند ترلاسه کړ.  نوموړي د کابل پوهنتون له فراغت وروسته له (ESCC) کمپنۍ سره د اجرايیوي رئيس په توګه دنده پيل کړه، چې د پروژو د پلي کولو دنده یې درلوده، چې دا پروژې د امريکا د متحده ايالاتو او د افغانستان حکومت د ټولګټو( فوايدعامې) او د اوبو او انرژۍ وزارتونو له لورې تمويلېدې.   

ښاغلي ستانکزي دوه کاله له (State Corps Inc) کمپنۍ سره د (USACE) په پروژو کې د بېلابېلو مديريتي دندو مسؤليت درلود، چې د روزنيزو پروګرامونو مسؤليت، د کاري ټيمونو ګومارنې او همدارنګه د دې پروژو د کيفيت ارزونې او طرحې مسؤليتونه يې د يادونې وړ دي. نوموړی په انجنيري او اکاډميکه برخه کې د عملي تجربو له امله د لا علمي زده کړو په موخه د امريکا متحده ايالاتو د فولبرايت سکالرشيپ ته ومنل شو او له دې لارې امريکا ته ولاړ او هلته يې د ويرجينيا په (Old Dominion) پوهنتون کې د انجنيري مديريت او سيستم په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د سوداګرۍ، مديريت او حکومتوالۍ په کنفرانس کې د ښاغلي ستانکزي د (Gravity Model Extension for the Impact of Mega Sports Events on Tourist Flow) يا د ګرځندوی ( توريزم) په لړ کې د سترو ورزشي پېښو د اغيزو لپاره د جاذبې د موډل فارمټ څېړنې موضوع ومنل شوه او ياده موضوع يې د اقتصاد، سوداګرۍ او مديريت په نړيوال ژورنال کې خپره شوه.

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سريرست رییس انجنیر ستانکزی خپل هېواد ته د خدمت کولو د ډېرې لېوالتيا په موخه بېرته افغانستان ته راستون او د ملي يووالي حکومت د اصلاحي اجنډا په پلي کولو کې د مرستې لپاره په هېواد کې د سيستمونو او پروسو د نوي کولو رئيس وګومارل شو.

ښاغلي ستانکزي د يادې کاري دندې په موده کې د چارو ادارې له لوی رياست سره د معلوماتو راټولولو مديريتي څارنې او د حکومتي نهادونو د تحليل او څېړنې په برخه کې همکاري کوله. نوموړی د ولسمشر له خوا د ۲۰۱۸ ميلادي کال د اګست مياشتې د ۷ مې نېټې د ۴۳ مې ګڼې د فرمان پر بنسټ د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې د سرپرست مشر وګومارل شو.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي عبدالسميع ستانکزي ګڼې څېړنيزې او علمي ليکنې په انګليسي ژبه کښلي دي، چې په سترو نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

کابل، افغانستان |  sami.stanekzai@crida.gov.af