ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

بياځليز (تکراري) پوښتنې

پوښتنه : په پلازمېنې زون کې د کاري لومړيتوبونو پروګرامونه کوم دي؟

 په پلازمېنې زون کې دکاري لومړيتوبونو پروګرامونه په لاندې ډول دي:

  1. ښه حکومتولۍ
  2. په پلازمېنې زون کې متوازنه پراختيا
  3. د اقتصادي زونونو جوړونه
  4. دغير پلاني سيمو د ظرفيت لوړوالی او سمونه
  5. د بنسټيزو زېربناوو پراختيا

پوښتنه : د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې د پلي شويو پلانونو پايلې څه دي؟

  1. د پلي شويو پلانونو پايلې عبارت دي له:

    1. اقتصادي او ټولنيزه پراختيا رامنځته کول
    2. د کاري زمينو رامنځته کول
    3. د فقر او بې وزلۍ د کچې راټيټول

پوښتنه : د پلازمېنې زون د خپلواکې ادارې لنډ مهاله پروژې کومې دي؟

د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې لنډ مهاله پروژې په لاندې ډول دي:

  1. په باريک أب کې د لومړني کرنيز او صنعتی پارک پراختيا
  2. په کابل کې د سيلابونو د ستونزو د حل لارې چارې
  3. د کابل – لوګر سيند پاکول او د هغه په سر د څلور پوړيز ودانيو جوړول
  4. د غير پلاني سيمو لکه يکه توت ، پلچرخي ، دشت برچي او ګل باغ د ظرفيت لوړول او دکابل په غونډيوکې د استوګنيځو أپارتمانونو جوړول
  5. د( ۱،۵۳۶) کيلومټره په اوږد والي سره د قندهاريو له پول نه تر د سرخاب د برېښنا بند پورې د سرخاب سړک رغول
  6. د تايمني او شاه شهيد سيمو کې د ريګي سړکونو رغول

پوښتنه : د کابل کومې ولسوالۍ د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې پورې تړلې دي؟

 د کابل لاندې يادې شوې ولسوالۍ د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې پورې تړلې دي:

  1. دهسبز
  2. ميربچه کوټ
  3. کلکان
  4. قره باغ
  5. ګلدره
  6. فرزه
  7. استالف
  8. شکردره
  9. پغمان
  10. چهارأسياب
  11. موسهي
  12. خاک جبار
  13. بګرامی او
  14. سروبي ولسوالۍ
د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو يا سوالونو لپاره مهربانی وکړئ مونږ سره په اړيکه کې شئ.