ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

د پلازمېنې زون د پراختيا اداره پيژندنه

stone3.jpgد پلازمېنې زون د کابل ښار او ټولې اړونده ولسوالۍ، د وردګو ولايت مرکز؛ ميدان ښار، د پروان ولايت مرکز؛ چاريکار او د جبل السراج او بګرام ولسوالۍ، د کاپيسا ولايت مرکز؛ محمود راقي او د کوهستانونو ولسوالۍ او همدارنګه د لوګر ولايت مرکز؛ پل علم او د محمد أغې او خوشي ولسوالۍ رانغاړي چې ټول مساحت يې ۷۳۵,۷ کيلومټره مربع کيږي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی مقام اړونده کابينې د ۱۱/۰۲/۱۳۹۵ نېټې د (۳)مې ګڼې مصوبې او د ۰۳/۰۴/۱۳۹۵ نېټې د (۴۴)مې ګڼې فرمان په بنسټ د يوه وړ ښاري چاپېريال رامنځته کېدو، د هېواد پلازمېنه کې د ورځ تر بلې زياتېدونکي نفوس او همدارنګه د متمرکزو اقتصادي کړنو له امله د ټولو را منځ ته شويو ستونزو حل په موخه د کابل نوي ښار د پراختيا اداره وروسته له دې د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې په نوم ونوموله او د ا.ا.ج دولت د تشکيلاتو په لړ کې د دولت د يوه خپلواک بوديجوي او انتفاعي واحد په توګه يې واکونه زيات شول.

د پلازمېنې زون ادارې موخې:

 

  1. په پلازمېنې زون کې د ځانګړو پرمختيايي پروژو د طرحې، ډيزاين او پلي کولو له لارې د ښاري سکټور اړونده ادارو ته د أسانتياوو برابرول

  2. د پلازمېنې زون د پرمختيا اړونده سکټورونو د شته ظرفيتونو ارزونه او د ظرفيتونو لوړاوی

  3. د تخنيکي پلانونو ترتيب او چمتو کول تر څو د پلازمېنې زون اړونده سيمو کې له دولتي ځمکې څخه په اغېزمنه توګه وکارول شي

  4. د ښاري سالمې او کارنده حکومتولۍ رامنځته کول

  5. په پايېدونکې توګه او د شونتيا تر کچې د سيمې پراختيا او د پلازمېنې زون د کولتوري او تاريخي هويت ژوندي کول

  6. په پلازمېنې زون کې د ښارونو او اقتصادي زونونو تر منځ سيمه ييز تړښت يا اوبدنه

  7. د پلازمېنې زون په کچه ښارونو کې د نفوس او اقتصادي کړنو د تمرکز ځپنه

  8. د کار زمينې چمتو کول، ټولنيزه بسياينه او د کورنيو او بهرنيو کډواليو مخنيوی

  9. د پلازمېنې زون د پراختيا له لارې له ځمکنيو سرچينو څخه اغېزمنه ګټه اخيستنه او د بېوزلۍ له منځه وړل

  10. په پلازمېنې زون کې د ښارونو د مديريت په برخه کې د ښځو د ګډون هڅونه

  11. د ښارونو د پراختيا او مديريت په چارو کې د ځوانانو د زياتې ونډې اخيستنې له پاره زمينه برابرول

  12. په پلازمېنې په زون کې د بنسټيز اقتصادي او ټولنيز بدلون راوستل چې د ټول هېواد په کچه يو بريالی موډل رامنځته شي

د پلازمېنې زون ادارې ليدلوری:

 

  1. د پلازمېنې زون اصلي بڼې رغونه په داسې توګه چې د ښار څېره د يوه لوی، پاک، نظيف، شنه، ښکلي او همدارنګه دکولتور، پوهې، صنعت، سوداګرۍ، ورزش، روغتيا او نندارې په ګاڼه سمبال او بلأخره داسې ښار رامنځ ته شي چې د يوې عصري پلازمېنې د ټولو شونتياوو په لرلو سره په سيمه کې د دې خاورې د انسانانو د پرمختيا او نېکمرغۍ موخې سره برابر وي 

  2. د يوه لوی، خوځنده، په ځان بسيا، پايېدونکي او د معياري عامه أسانتياوو او ژوند چاپېريال په بنسټونو سمبال ښار رامنځته کول

  3. له قومي، ژبنيز، نژادي، سمتي او مذهبي ستونزو پرته د يوه لوی ښار رامنځته کول

  4. د پلازمېنې زون د پراختيا له لارې د ښاريتوب کولتور دودول او د ښاري ژوند معياري کول

  5. د پلازمېنې زون اړونده سيمو کې د ښارونو ودانول (د پلازمېنې اقتصادي زون متوازنې ودې په موخه د تمرکز ځپل) په داسې توګه چې د هغوی تاريخي او کليوالي اصيلتوب وساتل شي او د کابل له اوسني ښار سره د ارګانيک تړښت (اوبدلو) له مخې د افغانستان د ملي يووالي د مظهر په توګه يې د پلازمېنې زون ته بدلول

د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې مهمې دندې

 

  1. له ملي او نړيوالو معيارونو سره سم د کابل نوي ښار او لوی کابل – پلازمېنې زون د ماسټر پلان پلي کول

  2. د پلازمېنې زون په کچه د پرمختيايي پروژو طرحه، ډيزاين او پلي کول

  3. د ښار او کورونو جوړونې وزارت سره په همغږۍ د عامه او خصوصي مشارکت د ډولونو په کارولو سره د پلازمېنې زون د پراختيا په موخه د خصوصي سکټور هڅونه او ونډه ورکول

  4. د اقتصادي، صنعتي، کرنيزو، هستوګنيزو، تفرېحي او نورو پارکونو رغونه

  5. د ښار او کورونو جوړونې وزارت له منظور شويو ماسټر پلانونو سره سم د تخنيکي، اقتصادي، مالي او حقوقي مطالعاتو په نظر کې نيولو سره د لوی کابل په سيمه کې د استوګنيزو ښارګوټو او اداري او ډپلوماتيکو استوګنځيو رغونه

  6. د غير قانوني، غير پلاني او خپل سرو هغو استوګنځيو سيمو سمونه او د پراختيا مخنيوی چې د ژبې، مذهب، قوم او سمت په بنسټ رغېدلي وي

  7. د سوداګريزو او اقتصادي کړنو د مرکزونو جوړول تر څو د پلازمېنې په زون کې د کارموندنې کچه لوړه او ژوند ښه شي

  8. په پلازمېنې زون کې د منل شويو ملي او نړېوالو کړنلارو له مخې د سوداګريزو، کرنيزو او اقتصادي پلانونو د پلي کولو په موخه د سروې ګانو، څېړنو او ارزونو تر سره کول

  9. د لوی کابل تر ماسټر پلان لاندې د نيمه کارول شويو او يا نا کارول شويو دولتي ځمکو په برخه کې د اغېزمنو اقتصادي او مالي طرحو رامنځته او پلي کول

  10. د ښار جوړونې وزارت د منل شويو ماسټر پلانونو لاندې له دولتي ځمکو څخه د غوره ګټې اخيستنې په موخه د پخوانيو تخنيکي پلانونو تجديد او تعديل تر څو اقتصادي، مالي او ټولنيزه ګټورتيا تر لاسه کړو

  11. د پلازمېنې په زون کې اغېزمنو اقتصادي کړنلارو ته په کتو سره د منځه تللو ښاري سيمو او تړښتونو لپاره د يو ځلي پرمختيا طرحې چمتو کول

  12. د لرغوني کابل د بڼې ځلولو او ملاتړ او همدارنګه د نوموړي اصيلتوب د ژوندي ساتلو په موخه د ژوند چاپېريال، ټولنيزو او کولتوري شرايطو سمون

  13. په لرغوني کابل کې د ړنګو او ويجاړو بڼونو په ځای د نويو پارکونو د رامنځته کولو د شونتيا په موخه څېړنې (امکان پذيرۍ مطالعه) تر سره کول

  14. د اوسني کابل او د ښار اړونده غرنيو استوګنو سيمو د ښاري چټلو او ناولو اوبو د شبکې رامنځته کولو د شونتيا څېړنې (امکان پذيرۍ مطالعه) تر سره کول او له خلکو سره په ګډه د دې کار تر سره کولو په برخه کې د هڅونې د سياستونو عملي کول

  15. نورې هغه دندې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جلالتمأب ولسمشر او يا د ښار جوړونې عالي شورا له خوا دې ادارې ته سپارل کېږي