د سړک جوړونې شبکه د ځمکني ټرانسپورټ يوه ستره برخه ګڼل کېږي، چې کلي، ولسوالۍ، سړکونه او آن هېوادونه سره نښلوي. د سړک جوړونې شبکې لومړنی(ابتدايي) ډول ډبرين سړکونه دي، چې شاوخوا زر کاله د مخه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جوړېده او دا سړکونه لا تر اوسه پورې په ښارونو او کليو کې په بېلابېلو ډولونو ( تقليدي او طبيعي) بڼه جوړېږي.
ډبره د جوړښت او اندازې له پلوه له ساختماني موادو څخه ګڼل کېږي او د لارو، کوڅو او ودانيو د هوارولو په موخه کارول کېږي. د کوڅو د هوارولو لپاره د ډبرو کارول اوسنۍ او نوې مفکوره نه ده، بلکې د روم خلکو له پخوا څخه په عمومي ډول له ميلاد څخه ۲۳۸ کاله د مخه د يو ډول ډبرين سرک د سترو نا منظمو ولې نښلوونکو ډبرو د هوارولو لپاره د ډبرو تجربه (Clivus Publicus) ترسره کړه.
په افغانستان کې د ډبرينو سړکونو او د ډبرينو پياده رونو جوړولو تاريخچه هم شاوخوا ۱۰۰ کلونو ته رسېږي.
افغانستان له با ارزښته او باکيفيته ډبرو څخه ډک دی، چې د رغونې په سکتور کې کارول شوې نه ده. په افغانستان کې د موجوده ډبرو ډول او کيفيت د پياوړتيا او کيفيت ځانګړتياوې لري، چې په ټوله نړۍ کې د رغونې او جوړونې په صنايعو کې کارول کېږي.
د ډبرينو سړکونو ګټو ته په پام سره د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې د درېيمې درجې د ډبرينو سړکونو د رغونې نوښت پيل کړی دی، چې يوه ازمايښتي پروژه يې لا د مخه د کابل ښار په تايمني او قلعچه سيمو کې بشپړه شوې ده. دا پروژه د يادو سيمو د خلکو له خوا د کار موندنې د يوې پروژې په توګه وستايل شوه او له دې پروژې څخه يې په ټينګه ملاتړ وکړ. د ډبرينو سړکونو د ټکنالوژۍ او ډولونو د لا دودېدو په موخه د پلازمېنې زون د پراختیا اداره هوډ لري، چې د دې سړکونو جوړول د پلازمېنې زون د محدودې نورو ښاري مرکزونو ته وغځوي.
د ډبرينو سړکونو د پروژې موخې په لاندې ډول تشريح شوې دي:
د ډبرو د سترو زېرمو او د کاري اسانتياوو شتون ته په پام سره د پلازمېنې زون د پراختيا اداره له ۲۰۱۶ ميلادي کال راهيسې د ډبرينو سړکونو د رغېدو پروګرام پيل کړی دی. سربېره پر دې د ډبرينو سړکونو د پروژو پراختیا د سيمې د خلکو لپاره کاري اسانتياوې رامنځته کوي، چې په افغانستان کې د دې نوښت وياړ د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې په برخه شوی دی.