ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

د پلازمينې زون د پراختيا خپلواکه ادارې بلاګ

ډبرینو سړکونو د یکه توت د خلکو ژوند بدل کړی

  • ۱۳۹۹ لیند ۱۳
  • د پلازمېنې زون پراختیا اداره

Website-01.jpgد کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د یکه توت اوسېدونکی محمد قسیم به هېڅکله هغه ورځ هېره نه کړي، چې خپله ناروغه مېرمن یې په کراچۍ کې تر عمومي سړکه ورسوله. نوموړی وايي مېرمن یې د ژمي په موسم کې د عاجلې ناروغۍ له کبله باید روغتون ته رسولې وی، خو د سیمې سړک یې دومره خراب و، چې د موټر تګ ورباندې ممکن نه و، له همدې کبله مجبور شو چې ناروغه مېرمن یې په لاسي ګاډي( کراچۍ) کې تر عمومي سړک پورې ورسوي.

محمد قسیم وايي له ۱۰۰ کلونو راهیسې یې نسلونه په دې سیمه کې اوسي، خو له ښاري خدماتو بې برخې وو. د نوموړي په وینا تر ټولو ستره چاپیریالي ستونزه یې د سیمې د عمومي سړک خاموالی و: « سړک دومره خراب و، چې د ژمي په موسم کې موټر دې سیمې ته راتګ ته زړه نه ښه کاوه. خلک مجبورېدل چې خپل ناروغان د کابل-جلال آباد تر سړک پورې په کراچۍ کې ورسوي.»

محمد نسیم د شخصي تجربې په توګه وايي:« مېرمن مې ناروغه شوه. هر څومره هڅه مې چې وکړه، د دې امکان نه و، چې موټر مو دروازې ته راشي. د زامنو په مرسته مې مېرمن تر سړکه په کراچۍ کې ورسوله.»

د نوموړي په وینا د سړک خرابوالی د ناامنۍ یو ستر لامل هم و:« سړک خراب و، د امنیتي ادارو موټر او ګزمې له دې لارې نه شوی تېرېدلی، له همدې کبله جنايي پېښې، په ځانګړې ډول غلاوې او شوکې، ډېرې وې.»

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د یکه توت د اوسېدونکو د ستونزو په درک سره په دې سیمه کې د ډبرینو سړکونو پروژه پلې کړه. دې ادارې څلور عمومي سړکونه په وطني ډبرو پوښلي چې له قلعه وزیر، ثمرخېلو، زین آباد، د قلعه خواجه له نوآباد، د قابل بای له قلعه چمن او د قلعه علي مردان له نوآباد سیمو څخه تېرېږي. د 2.635  کیلومتره په اوږدوالي او د 4.3 کیلومتره په سور پر دغو سړکونو 71.7 میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له پراختیايي بودجې څخه تمویل شوې. د دغو سړکونو دواړو خواوو ته د اوبو د لېږد لپاره ویالې هم په اساسي ډول رغول شوې دي.

د عبدالجبار په نوم پنځه ویشت کلن ځوان، چې د ډېری افغانانو په څېر تخلص نه لري، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې سیمه کې له خپل لاس ګاډي ډاډه شوي جوار پلوري. دی وايي د سړک تر رغېدو وړاندې به د ژمي په موسم کې د خټو له کبله له ستونزو سره مخ و او په اوړي کې به له دوړو او ګردونو په عذاب و:« د ژمي په موسم کې به د ورښتونو په ورځو زموږ مزدوري نه کېده، ځکه د خټو له کبله مشتریان بیرون ته نه شوی راوتلی.»

د عبدالجبار ډېری مشتریان ماشومان دي او کورنیو د سړک د خرابوالي له کبله هغوی ته اجازه نه ورکوله چې بیرون ته په وتلو سره خپلې جامې چټلې کړي. نوموړی وايي د سړک تر جوړېدو وروسته یې د کال په څلورو فصلونو کې دومره کار کېږي چې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي ورباندې پیدا کړي.

حاجي محمد نسیم، چې د زین آباد د خلکو نماینده دی، وايي د سړک په جوړېدو سره په دې سیمه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده:« پر دې لاره پخوا یوه هټۍ هم نه و. اوس تاسې ګوری چې لسګونه هټۍ دي او نورې هم د جوړېدو په حال کې دي.»

دی وايي چې خلکو په سیمه کې آن د لوړپوړو ودانیو رغونې ته مخه کړې ده، چې دا په خپله د پرمختګ او پراختیا یو ښه مثال ګڼل کېدای شي.

د خلکو دغه استازی وايي د سړک جوړېدو د سیمې له امنیت سره هم د پام وړ مرسته کړې ده:« اوس د شپې او ورځې د پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو د ګزمې موټر له سیمې تېرېږي، چې د خلکو له فزیکي او رواني امنیت سره لویه مرسته ده.»

 حاجي محمد نسیم وايي د ډبرینو سړکونو تر جوړېدو وروسته د سیمې جایدادونو هم ارزښت پیدا کړی دی:« د سړک تر رغېدو وړاندې په دې سیمه کې یوه بیسوه ځمکه د یو لک او یو نیمو لکو افغانیو شاوخوا خرڅېدله. اوس سړک ته نږدې ځمکې بیسوه په شپږ لکه افغانۍ خرڅېږي.»

دی وايي چې د سیمې خلک د سړک د خرابوالي له کبله له ډېرو ننګونو سره مخ و، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم او د اورښتونو پر مهال:« داسې وخت مې هم یادېږي، چې خلکو خپلو نارغانو ته شا وهلې او په اوږو یې تر سړک پورې رسولي دي.»

د سیمې یو هټۍوال خان محمد وايي د سړک تر رغېدو وړاندې سیمې ته د توکو پر لېږد ډېر لګښت راته:« پخوا به مې چې هټۍ ته له ښاره سودا راوړله په اووه سوه افغانۍ به مې ټونس موټر کرایه کاوه، خو اوس په دری سوه افغانۍ هم تر دې ځای موټر راسره راځي.»

د یکه توت د ډبرینو سړکونو پروژه د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د غیرې پلاني سیمو د سمون د پروګرام تر چتر لاندې پلې شوې ده. د دغه پروګرام موخه په غیرې پلاني سیمو کې د ښاري خدماتو په وړاندې کولو سره د خلکو د ژوند کچې لوړول او متوازن پرمختګ دی.

د دغو سړکونو په رغونه کې له وطني ډبرو څخه کار اخیستل شوی، چې د پروژې د انجنیرانو په وینا هم یې مقاومت ډېر دی او هم د ښار له ښکلا سره د سړک د نورو بڼو په پرتله ډېره مرسته کوي. پر دې سربېره د وطني ډبرو کارونه په هېواد کې د لا زیاتو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي چې له اقتصادي اړخه هم پر ځای انتخاب بلل کېدای شي.

ډبرین سړکونه سره له دې چې په نړۍ کې اوږد تاریخ لري، خو اوسنۍ بڼه یې په افغانستان کې نوې تجربه ده، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.