ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

د پلازمينې زون د پراختيا خپلواکه ادارې بلاګ

ډبرینو سړکونو د تایمني بڼه بدله کړې

  • ۱۳۹۹ لیند ۰۳
  • د پلازمېنې زون پراختیا ادارې

د تایمني نوې پروژه هم د کابل ښار په زړه کې پرته او هم پلاني سیمه ده، خو د فرعي سړکونو خاموالی یې د اوسېدونکو لپاره یوه ستره ننګونه وه. سره له دې چې په ډېری کوڅو کې یې لوړ پوړیزې ودانۍ او د استوګنې بلاکونه جوړ شوي، خو کوڅې یې تر څو میاشتې وړاندې هم خامې وې، چې له کبله یې تایمني یوې منظمې ښاري سیمې ته نه پاتې کېده.

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د دې ستونزو د حل په موخه د تایمني د نوې پروژې په سیمه کې د ډبرینو سړکونو د رغونې پروژه ډیزاین کړه، تر څو له یوه لوري د خلکو مواصلاتي ستونزې حل شي او له بل لوري دا پلاني سیمه په ریښتیني معنا د ښاري سیمې بڼه غوره کړي. په همدې موخه د 4.21 کیلومتره په اوږدوالي په فرعي کوڅو کې د ډبرینو سړکونو د رغونې پروژه په دوو پړاوونو کې پلې شوه. د خلکو له لوري د پروژې د لومړۍ برخې تر هرکلي وروسته د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د 1.1 کیلومتره په اوږدوالي د پروژې دویمه برخه هم عملي کړه.

د پروژې په پلي کېدو سره د سیمې د خلکو مواصلاتي ستونزې حل شوې او د پروژې پر پلي کېدو خوښ دي.

د هېواد په نوم د دې سیمې یو اوسېدونکی وايي د کوڅو خاموالی د دوی د سیمې یوه عمده ستونزه وه، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې:« په کوڅه کې د اوبو د راټولېدو له کبله داسې وخت هم راغلی چې له عمومي سړک څخه مې د کور تر دروازې پورې ټکسي نیولې.»

هېواد وايي د ژمي په موسم کې په کوڅه کې د خټو او اوبو له کبله تګ راتګ یوه ننګونه وه، په ځانګړي ډول د ماشومانو او سپینږیرو لپاره.

د هغه په وینا د ډبرینو سړکونو رغونه د سیمې د خلکو لپاره روغتیايي او اقتصادي ګټې لري:« صحي ګټه یې دا ده چې چاپیریال ورسره پاکېږي.»

د هېواد په وینا اقتصادي ګټه یې دا ده چې د کوڅو تر رغونې وروسته په سیمه کې د جایداد قیمت لوړېږي او پانګوال په کې لا ډېرې پانګونې ته لېوال کېږي.

د حاجي احمد ضیا په نوم د سیمې بل اوسېدونکی وايي چې د کوڅو د خرابوالي له کبله آن د عبادت په موخه جومات ته تلل د ژمي په موسم کې ستونزمن وو:« جومات دومره لرې نه دی، ښايي تر 100 مترو زموږ له کوره لرې وي، خو له دې کبله چې کوڅې به له خټو ډکوې وې، جومات ته تګ آسانه نه و.»

دی وايي چې د خرابو کوڅو له کبله تر نورو ډېر ماشومان او مشران له ننګونو سره مخ وو. د هغه په وینا د سړکونو خرابوالي د ژمي په موسم کې آن د ماشومانو د زده کړو بهیر اغېزمنولو، ځکه د هغوی لپاره له کوڅو وتل ستونزمن وو.

یوه سپین سرې مېرمن وايي چې له 40 کالو راهیسې په سیمه کې ژوند کوي او په دې موده کې یې د سیمې تر ټولو ستره چاپیریالي ستونزه خامې کوڅې وې:« له څلوېښتو کالو راهیسې له خټو او دوړو په اعذاب وو. اوس چې هر څوک له دې کوڅو تګ راتګ کوي، خپل دولت ته دعا کوي.»For-Web-.jpg

د ډبرینو سړکونو د دې پروژې په بشپړېدو سره د تایمني د پروژې د ۱۴۰ ودانیو، چې تر نمايي ډېرې یې لوړ پوړېزې ودانۍ دي، چې ګڼې کورنۍ په کې ژوند کوي، د کوڅو د خرابوالي ستونزه حل شوې ده.

د دغو فرعي کوڅو په رغونه کې له وطني ډبرو څخه کار اخیستل شوی، چې د پروژې د انجنیرانو په وینا هم یې مقاومت ډېر دی او هم د ښار له ښکلا سره د سړک د نورو بڼو په پرتله ډېره مرسته کوي. پر دې سربېره د وطني ډبرو کارونه په هېواد کې د لا زیاتو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي چې له اقتصادي اړخه پر ځای انتخاب بلل کېدای شي.

ډبرین سړکونه سره له دې چې په نړۍ کې اوږد تاریخ لري، خو اوسنۍ بڼه یې په افغانستان کې نوې تجربه ده چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د تایمني سیمې یو سپینږیری اوسېدونکی چې کوڅه یې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري رغول شوې وايي چې د سړکونو په رغونه کې له وطني ډبرو ګټه اخیستنه غوره انتخاب دی. دی وايي چې ډبرین سړکونه تر قیر او کانکریټ شویو سړکونو ښکلي ښکاري او مقاومت یې هم تر هغوی ډېر دی. دی وړاندیز کوي چې د امکان په صورت کې د پلازمېنې فرعي کوڅې ټولې باید پر همدې ډبرو وپوښل شي.