ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د دندو رامنځه کول، د نفوس د تراکم له منځه وړل او د پانګونې لپاره د زمینې برابرول د اقتصادي زونونو اساسي موخې دي
  • ۱۳۹۸ مرغومی ۱۵
  • AM ۱۱:۲۹
  • کابل

د دندو رامنځه کول، د نفوس د تراکم له منځه وړل او د پانګونې لپاره د زمینې برابرول د اقتصادي زونونو له اساسي موخو څخه دي.  دا څرګندونې د ودې لپاره د  ملي مشارکت په کنفرانس او د « عالي دي- افغاني دي» تر عنوان لاندې د نندارتون په درېیمه ورځ د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د مالي چارو او د پانګونې مرستیال ښاغلي میرویس ایوبي په کابل کې وکړې.

د ودې لپاره د ملي مشارکت دری ورځینی کنفرانس او نندراتون چې د « عالي دي- افغاني دي» تر عنوان لاندې د ټلېنټ تبلیغاتي شرکت له لوري د پلازمېنې زون پراختیا ادارې او یو شمېر نورو دولتي او غیرې دولتي بنسټونو په ملاتړ جوړ شوی و، د څو پنلونو په ترسره کولو سره نن پای ته ورسېدل.

په هغه پنل کې چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې ته ځانګړی شوی و، لومړی د دې ادارې د اقتصادي زونونو آمر  ذبیح الله نادري د ادارې د مسئولیتونو، نظریاتو، اساسي پروګرامونو او د پلازمېنې په زون کې د اقتصادي زونونو په تړاو معلوماتي پرزېنټشن وړاندې کړ او د خصوصي سکټور لپاره یې د پانګونې فرصتونه توضیح کړل.

دغه راز د مالي چارو او د پانګونې مرستیال میرویس ایوبي او د اقتصادي زونونو رییس عمر سرفراز د پانګونو په تړاو او د ولسمشر د لارښوونو پر بنسټ د خصوصي متشبثینو لپاره د پانګونې د زمینو د برابرولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د یادولو وړ ده چې په دغه پروګرام کې صمیم امین، د مالیې وزارت په استازولۍ او د پوهنتون استاد احسان الله احسان د اقتصادي پروګرامونو او د اقتصادي زونونو د رامنځته کولو لپاره د پلازمېنې زون  پراختیا ادارې له هڅو د هرکلي په ترڅ کې خپل وړاندیزونه شریک کړل.