ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د کابل د قعله واحد د کلینیک رغنیزې چارې به ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي
  • ۱۳۹۸ مرغومی ۰۵
  • AM ۱۱:۲۸
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې سلا کار انجنیر محمد ابراهیم پرون د قعله واحد د کلینیک د کار له پرمختګ نه د کتنې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد کلینیک چارې به ژر بشپړې او ګټه اخیستنې ته به  وسپارل شي.

د دې کتنې پر مهال د سیمې خلکو د دې تر څنګ چې  د چاپیریال د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د پلازمېنې زون پراختیا  ادارې هڅې وستایلې، د عامې روغتیا له وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه کلینیک لپاره د احاطې جوړولو او تشکیل ته پام وکړي.

دغه کلینیک د پلازمېنې زون  پراختیا ادارې له لوري جوړېږي چې رغنیزې چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.