ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


په کاپیسا کې له روانو پروژو نه د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د پلاوي کتنه
  • ۱۳۹۸ لیند ۲۰
  • AM ۱۱:۵۴
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د ټولنیزو چارو سلاکار انجنیر محمد ابراهیم او د مالي چارو سلاکار ښاغلي محمد آصف کریمي په کاپیسا ولایت کې د ټولګټو او تر کار لاندې پروژو نه د کتنې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې سلاکارانو د کاپيسا له والي، د ولایتي شورا له رییس او امنیه قوماندان سره د کارونو د پرمختګ او د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د کاپیسا ولایت مشرتابه د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له لوري د پلي شوو پروژو د هرکلي ترڅنګ هیله وکړه، چې په یاد ولایت کې د پلازمېنې زون پراختیا اداره د بیارغونې او ساختماني پروژو په برخه کې خپله همکاري نوره زیاته کړي.

انجنیر محمد ابراهیم او داکټر محمد آصف کریمي د کاپیسا ولایت له مشرتابه د مننې په ترڅ کې وویل چې تر خپله وسه به د ستونزو د حل او د امکاناتو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.