ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د ودې لپاره د ملي مشارکت کنفرانس او د « عالي دي- افغاني دي» تر عنوان لاندې نندارتون په کابل کې جوړ شول
  • ۱۳۹۸ مرغومی ۰۴
  • AM ۰۹:۵۶
  • کابل

دغه کنفرانس د ټلېنټ د خدماتي او تبلیغاتي شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې، د پلازمېنې  زون پراختیا ادارې او یو شمېر نورو دولتي او غیرې دولتي بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی و. په هغو مراسمو کې چې ددغه کنفرانس د پرانیستې په موخه په کابل سرینا هوټل کې جوړ شوي وو، ګڼ شمېر حکومتي چارواکو، د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رئیس او د مشرتابه غړو، د پارلمان وکیلانو، پانګوالو او خصوصي متشبثینو ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې د جوړونکو ادارو د مسئولینو په ګډون یو شمېر چارواکو خبرې وکړې، او د دغه نندارتون د جوړولو موخه یې د دولتي او خصوصي بنسټونو ترمنځ همغږي، بازار موندنه- له کورنیو تولیداتو د ګټې اخیستنې دودول او په ځانګړي ډول د سوداګریزو او تولیدي تړونونو لپاره د زمینې را منځته کول وبلل.

د پلازمېنې زون  پراختیا ادارې رئیس ښاغلي دیپلوم انجنیر عبدالسمیع ستانکزي د خپلو خبرو پر مهال په هېواد کې د پیسو ګردښت او د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې تر کار لاندې اقتصادي زونونو کې پر پانګونې ټینګار او د دغه  نندارتون له جوړولو یې هرکلی وکړ.

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سرپرست د خبرو پر مهال د باریک آب د کرنیز- صنعتي پارک د زېربنا د بشپړېدو او د محمد آغې د صنعتي پارک او د میدان وردګو د لوژستیکي پارک په کارونو کې د عملي پرمختګ د یادونې په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې د پلازمېنې زون د پراختیا اداره هڅه کوي په هېواد کې د پانګوالو او خصوصي متشبیثینو لپاره غوره فرصتونه رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده چې د « عالي دي- افغاني دي» په نندارتون کې ۶۸ خصوصي شرکتونو او د پلازمېنې زون پراختیا  ادارې په ګډون دولتي او غیري دولتي بنسټونو په ۷۰ خونو کې خپل محصولات، تولیدات او خدمات نندارې ته وړاندې کړي او ټاکل شوې چې په دریو ورځو کې ۱۳ پنلونه په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې  او بحثونه وکړي.