ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د پل محمود خان د ساعت څلی پرانیستل شو
  • ۱۳۹۸ لیند ۱۳
  • PM ۰۸:۴۰
  • کابل

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سرپرست دیپلوم انجنیر عبدالسمیع ستانکزي نن له غرمې وړاندې د کابل ښار په پل محمود خان کې د ساعت څلی تر بیارغونې او ترمیم وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو د رییس عبدالاحد عباسي، د کابل ولایت د مرستیالې آغلې حنیفې ګریوال او د ادارې د یو شمېر رییسانو په حضور کې پرانیست.

د پل محمود خان د ساعت څلی د ارګ د دلکشا ماڼۍ د ساعت له څلي وروسته د خپل ډول دویم څلی و چې په کابل کې جوړ شو. دا څلی هم د هېواد د نورو تاریخي آبداتو په څېر د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړ شوی و، چې وروسته په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري ورغول شو.

د دغه څلي کار چې د روان کال د زمري په میاشت کې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري پیل شوی و، په دوو قشرونو کې چې په لومړي کې یې ریګ، چونه، ایرې، د خښتو پوډر، د سیمنټو کمه سلنه او منج شامل وو او په دویم که یې چونه، سیمنټ، منج او ریګ شامل وو، بشپړ شو.

دغه څلی د اته ضلعي په بڼه په څلورو پوړونو کې پر ښکلا ورکوونو ډبرو ښکلی شوی، او د هغې هر اړخیزې تخنیکي او څېړنیزې سروې پر بنسټ یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې ترسره کړې وه.