ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د چهلستون اوسېدونکو خپلې ستونزې د پلازمېنې زون د پراختیا له ادارې سره شریکې کړې
  • ۱۳۹۸ سلواغه ۱۵
  • AM ۰۹:۵۸
  • کابل

 

د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون د سیمې اوسېدونکو د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له سلاکار ښاغلي انجنیر محمد ابراهیم سره د خپلې سیمې ستونزې شریکې کړې.

دغو کسانو د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د ناستو په صالون کې د کتنې پر مهال وویل چې د سیمې ډېری فرعي کوڅې یې خامې دي چې د اوسېدونکو لپاره ستونزې جوړوي. دوی دغه راز یادونه وکړه چې په سیمه کې یې د اوبو رسونې یوه شبکه شته چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او اوسمهال بیارغونې ته اړتیا لري. دوی د خلکو د لومړیتوبونو پر اساس د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د پروژو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې ادارې یو پلاوی له سیمې کتنه وکړي.

په ناسته کې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سلاکار انجنیر محمد ابراهیم د چهلستون د خلکو ستونزې په غور واورېدې او له هغوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ده وویل:« سره له دې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره پروژې له وړاندې په بودجه کې مشخصې شوې، خو ستاسې غوښتنې به د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړم.»

ښاغلي ابراهیم زیاته کړه چې ځینې وختونه د ستونزو جدیت او لومړیتوب ته په کتو د پروژو د تمویل لپاره د کال په جریان کې هم هڅه کېدلی شي.

هغه ژمنه وکړه چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې با صلاحیته پلاوی به د چهلستون له سیمې لیدنه وکړي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.