ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


په سروبي ولسوالۍ کې د نیالګیو اېښوودلو د کمپاین پیل
  • ۱۳۹۸ کب ۲۱
  • AM ۱۱:۰۲
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د ۱۳۹۹ کال د نیالگیو اېښوودلو له ملي کمپاین سره هممهاله د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نیالګیو د اېښوودلو پروګرام پیل کړ. په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو د کابل د سروبي ولسوالۍ په مرکزي متوسطه کې جوړ شوي وو، د پلازمېنې زون پراختیا ادارې سلاکار انجنیر محمد ابراهیم وویل چې د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې به د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۰۰ نیالګي کېښوودل شي او ۸۰۰۰ نور نیالګي به په راتلونکي کې د سیمې خلکو ته وسپارل شي.

 نوموړي پر چاپیریال د ونو د مثبتو اغېزو د اهمیت په یادولو سره وویل چې یوازې د نیالګیو اېښوودل بسنه نه کوي او د سیمې له خلکو یې د اېښوودل شویو نیالګیو د ساتنې او پاللو د غوښتنې تر څنګ د چاپیریال پر سرسبزۍ ټینګار وکړ.

په غونډه کې د سیمې یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له هر اړخیزو هڅو د هرکلي او ملاتړ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د اېښوودل شویو نیالګیو د ساتنې او پالنې لپاره به بې دریغه هڅې وکړي. ‎