ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له البیروني پوهنتون سره د ۲۲۰۰ نیالګیو مرسته وکړه
  • ۱۳۹۸ کب ۲۶
  • AM ۰۹:۳۵
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د ۱۳۹۹ کال د نیالګیو اېښوودلو د پروګرام تر چتر لاندې، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د کب میاشتې پر ۲۰ مه نېټه پیل شوی، د کاپیسا ولایت له البیروني پوهنتون سره د ۲۲۰۰ غیرې مثمرو نیالګیو مرسته وکړه.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په دغه پوهنتون کې د پوهنتون د مشرتابه او د کاپیسا د ولایتي شورا د غړو په ګډون جوړ شوي وو، د پلازمېنې زون پراختیا ادارې سلاکار انجنیر محمد ابراهیم وویل چې دا اداره د انکشافي فعالیتونو ترڅنګ د دغه زون د اوسېدونکو لپاره د پاک او سرسبز چاپیریال د رامنځته کولو په لټه کې ده او په همدې موخه یې د نیالګیو د اېښوودلو کمپاین پیل کړی دی.

د البیروني پوهنتون د مشرتابه غړو د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له هر اړخیزو هڅو د مننې په ترڅ کې د سالم چاپیریال په رامنځته کولو او د انسانانو د اړتیا وړ اکسیجن د تولید په برخه کې د ونو پر اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل چې د دې ادارې له لوري د مرسته شویو نیالګیو په اېښوودلو او پاللو سره به د پوهنتون انګړ نور هم شین شي.