ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د سولې ښارګوټي له مشرانو سره کتنه
  • ۱۳۹۹ لړم ۰۵
  • AM ۰۸:۱۷
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د ادارې د تخنیکي مرستیال سلطان احمد عزیزي په شتون کې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د سولې ښارګوټي له مشرانو او مخورو سره د پراختیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ناسته وکړه.

د ادارې د ناستو په تالار کې په ترسره شوې غونډه کې مشرانو په سیمه کې د پخو سړکونو له نشتون څخه د شکایت په ترڅ کې وویل، چې د ښاري سکتور ادارو څو ځله په سیمه کې سروې کړې، خو د سړکونو د پخولو په برخه کې هېڅ راز عملي کار نه دی شوی.

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس د ستونزو تر اورېدلو وروسته د ادارې تخنیکي مرستیال ته سپارښتنه وکړه، چې د ښاري سکتور له ادارو سره په همغږۍ د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي او که د سیمې سړکونه د نورو ادارو په پلان کې شامل نه وي، د بودجې لومړیتوبونو ته په پام سره په دې اړه اړین اجراات ترسره کړي.