د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د ټولو هغو قراردادي شرکتونو له استازو سره، چې د ادارې رغنیزې پروژې پلې کوي، د لا ډېرې همغږۍ او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې، چې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې مرستیالانو او تخنیکي ټیم حضور درلود، د قراردادي شرکتونو پر بېلابېلو کاري موضوعاتو د بحث او نظر د تبادلې په ترڅ کې د ستونزو او د هغوی د حل په تړاو لازمې لارښوونې وشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پلازمېنې زون پراختیا اداره له پانګوالو ملاتړ خپله اساسي دنده ګڼي او د قراردادي شرکتونو لپاره د چارو آسانه کولو په برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سمپوي، خو په مقابل کې یې له ټولو څخه له هر ډول مصلحت پرته وطن او کار ته د ژمنتیا غوښتونکې ده.