ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د دولسمې ناحیې د شینې کلي، احمد شاه بابا مېنې ښارګوتي، بت خاک او قلعه شانان له استازو سره کتنه
  • ۱۳۹۹ لړم ۱۴
  • PM ۱۲:۱۸
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د ادارې د تخنیکي مرستیال سلطان احمد عزیزي په حضور کې د شینې، احمد شاه بابا مېنې ښارګوټي، بت خاک او قلعه شانان له استازو سره په یادو سیمو کې د پراختیايي فعالیتونو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د خلکو استازو د نښلوونکو سړکونو د پخولو، ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او تفریحي پارکونو رامنځته کولو د غوښتنې په ترڅ کې وویل، چې د سړکونو خاموالی د دې سیمو د اوسېدونکو تر ټولو ستره ستونزه ده. هغوی زیاته کړه:« له ګڼو کلونو راهیسې موږ ته هېڅ راز پراختیايي خدمتونه نه دي وړاندې شوي او کله چې د ښاري سکتور ادارې د متوازن انکشاف خبره کوي په دې سیمو کې هېڅ راز پراختیايي توازن نه تر سترګو کېږي. له همدې امله د پلازمېنې زون پراختیا له ادارې هيله کوو، چې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره متوازنه پراختیا تطبیق کړي.»

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د خلکو د ستونزو تر اورېدلو او د هغوی د عرایضو له ترلاسه کولو وروسته له خلکو وغوښتل، چې سیمې له ګواښ سره د مخکېدو د کچې پر بنسټ لومړیتوب بندي کړي. هغه زیاته کړه:« د ادارې بودجوي وړتیا ته په کتو ډاډ درکوم، چې د اړتیا وړ بودجې د شتون په صورت کې به ستاسې ستونزو ته له ځنډ پرته رسیدنه وشي، ځکه دغه کار نه یوازې زموږ دنده بلکې ایماني او وجداني مسئولیت دی.»

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د پروژو د پلي کولو په برخه کې له پلازمېنې زون پراختیا ادارې سره همکاري وکړي، تر څو ټول لاسونه سره ورکړي او د خپل توان په کچه د چاپیریالي ستونزو په مخنیوي سره د هېواد په رغونه کې فعاله ونډه واخلي. د سیمې مشرانو د ادارې له رهبرۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدله.