ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د چین سفارت د اقتصادي چارو او سوداګرۍ له قنسل سره آنلاین ناسته
  • ۱۳۹۹ لړم ۲۷
  • AM ۰۸:۴۶
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د رهبرۍ غړو په کابل کې د چین سفارت د اقتصادي چارو او سوداګرۍ له قنسل سره آنلاین ناسته وکړه. په دې ناسته کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې مالي مرستیال عبدالله عزیز له افغانستان څخه د چین د دوامداره ملاتړ له کبله د مننې په ترڅ کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې او په کابل کې د چین د سفارت ترمنځ د راتلونکو همکاریو پر شونتیا رڼا واچوله. د دوو تېرو ناستو د پرېکړو د تعقیب په اړه د خبرو پر مهال نوموړي د چین له سفارت څخه وغوښتل، چې د پلازمېنې په زون کې د سړکونو د رغونې او یو مدني مرکز د جوړولو پروژې تمویل کړي.

د چین په سفارت کې د اقتصادي چارو او سوداګرۍ قنسل (وانګ هانګکوان) د دوه اړخیزې همکارۍ پر اهمیت د خبرو پر مهال د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې د پروژو د تمویل په تړاو خپل وړاندیزونه د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو له لارې د چین له سفارت سره شریک کړي. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د کرونا له کبله د رامنځته شویو ستونزو او محدودیتونو تر حل وروسته به د پلازمېنې زون پراختیا ادارې کارکوونکو ته په چین کې د روزنې زمینه برابره کړي.

په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په ناسته کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه به په پوره همغږۍ کار وکړي.