د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د نوي کابل ښار په اړونده سیمه کې د کوچنیو صنایعو د پارک او د مرغدارۍ د فارم لپاره له ځانګړو شویو ځمکو لیدنه وکړه.
د ادارې د تخنیکي ټیمونو په ملتیا د عمومي رییس په دغه سفر کې د کوچنیو صنایعو د پارک او د مرغدارۍ د فارم د کار د پيل او فعالولو د څرنګوالي په اړه، د ځانګړو شویو سیمو په نظر کې نیولو سره، پر بېلابېلو مواردو غور وشو.
ټاکل شوې د دغه پارک او فارم په فعالیت سره یو شمېر هېوادوالو ته د کار د زمینې پر برابرېدو سربېره د کورنیو تولیداتو په پياوړتیا سره پر ځان بسیاینه رامنځته شي.