د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د دې ادارې له پراختیايي پروژو د کتنې او ارزونې په ترڅ کې د هغوی د پلي کولو په برخه کې یو لړ شته ننګونې د یادو ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې حل کړې.
ښاغلي شینواري یادو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د کاپیسا له والي عبدالطیف مراد او د پروان له والي ډګر جنرال فضل الدین عیار سره پر بېلو ناستو سربېره د کاپيسا ولایت په اداري کمپلکس، د صیاد په ملي پارک او د پروان ولایت د مرکز چاریکار په شپږمه برخه کې د ډبرینو سړکونو د کار دوام له نږدې وارزاوه او له تړون سره سم یې د کار د چټکتیا لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پلازمېنې زون پراختیا اداره عملا د کاپيسا ولایت په اداري کمپلکس کې د ۵.۴۴ کیلومتره په اوږدوالي او له ۱۵ تر ۳۰ متر سور او د صیاد په ملي پارک کې د شاوخوا ۱ کیلومتر په اوږدوالي ډبرین سړکونه رغوي. پر دې سربېره د پروان ولایت د مرکز چاریکار په شپږمه برخه کې د ۴.۳۸ کیلومتره په اوږدوالي د ډبرینو سړکونو پروژه هم روانه ده، چې له ۴ تر ۶ مترو سور لري.
د یادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولایت په مراد خواجه سیمه کې د کانکریټي سړک د رغونې چارې هم روانې دي، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.