ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


له څرخي پله څخه نوي کابل ښار ته د اوبو رسونې پروژې تړون لاسلیک او کار پیل شو
  • ۱۳۹۹ لیند ۱۶
  • AM ۰۸:۴۶
  • کابل

نوي کابل ښار ته له څرخي پله څخه د اوبو رسونې د شبکې تړون د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو د دفتر(UNOPS) او عمران هولډېنګ ګروپ ترمنځ د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د مشرتابه، د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې )جایکا( د استازو، سیمه ییزو چارواکو او د دغه ښار د پراختیا ورکونکو شرکتونو د مشرانو په حضور کې لاسلیک شو.

د اوبو رسونې د دې شبکې پر مټ به، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې له لوري تمویلېږي، له څرخي پله څخه اوبه نوي کابل ښار ته ورسېږي او په دې ډول به د اوبو د ستونزې په حل کېدو سره په دغه ښار کې زیربنايي چارې چټکې شي.

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري هغو مراسمو ته، چې په همدې تړاو په دهسبز ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د وینا پر مهال وویل چې د اوبو په رسېدو سره د پراختیاورکوونکو شرکتونو وروستۍ ننګونه هم له منځه ځي او عملي کارونه باید چټک شي.

هغه یادونه وکړه چې اداره به یې د نوي کابل ښار د رغولو په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سمپوي او د دغه ښار د پراختیا په برخه کې رامنځته شوي ځنډ ته په اشارې یې پر قراردادي شرکت غږ وکړ، چې د پروژې په پلي کولو کې د کار سرعت او کیفیت دواړو ته پام وکړي، ځکه د پلازمېنې زون پراختیا ادارې لپاره مهم لومړیتوبونه دي.

شینواري د جاپان د نړیوالې همکارۍ له ادارې (جایکا) د دې پروژې د تمویل له کبله د مننې په ترڅ کې له یادې ادارې وغوښتل چې د کاپيسا ولایت له صیاد څخه د نوي کابل ښار دویم فاز ته د اوبو رسونې د پروژې د چارو په چټکتیا سره په دغه ښار کې د اوبو د نشتون ستونزې ته په بشپړ ډول د پای ټکی کېږدي.  

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو د دفتر مشر پاول کروشانک وویل چې اداره یې د افغان دولت د مشرتابه لپاره د نوي کابل ښار د اهمیت په درک سره خوشاله ده چې د دې پروژې د پلي کولو په برخه کې د پلازمېنې زون پراختیا له ادارې سره همکاري کوي. نوموړي په پروژه کې د ښکېلو ادارو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ د ټینګار په ترڅ کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له رهبرۍ څخه هراړخیز ملاتړ اعلان کړ.

د کابل د ولایتي شورا رییس رحیم الله مجاهد، چې د سیمې د خلکو په استازیتوب یې خبرې کولې، د پروژې د غوره پلي کولو لپاره د ولس د منسجم کولو د ژمنې په ترڅ کې دا پروژه یو استثنايي فرصت وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې اغېزناکه او جدي ګټه ترې پورته کړي.  

په دې پروژه کې د اوبو رسونې ۱۵.۵ کیلومتره شبکه، دوې څاګانې، د اوبو زېرمه، د وېش شبکه او د دریو پمپونو لرونکی سټیشن شامل دي، چې هر پمپ په یوه دقیقه کې د ۱.۸ متر مکعبه اوبو د لېږد ظرفیت لري. ټاکل شوې چې دا پروژه په ۱۶ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.