د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس ښاغلي نجیب الله شینواري د ملي شورا د ولسي جرګې له رییس ښاغلي الحاج میر رحمان رحماني سره وکتل.
په دې ناسته کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د فعالیتونو په نظر کې نیولو سره پر مختلفو پراختیايي مواردو بحث وشو.
د ملي شورا د ولسي جرګې رییس د پلازمېنې زون پراختیا ادارې فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د فعالیتونو پر پراختیا د ټینګار په ترڅ کې یې د دې ادارې له رییس سره بېلابېل موارد شریک کړل.