ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه


د کابل د سروبي‌ او بگراميو ولسوالیو له درنو استازو سره کتنه او ملاقات
  • ۱۳۹۹ لیند ۱۸
  • AM ۰۹:۱۰
  • کابل

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د کابل ولایت د سروبي او بګراميو ولسوالیو له استازو سره په دغو ولسوالیو کې د پراختیا د نشتون له کبله د رامنځته شویو ستونزو د اورېدلو په موخه وکتل.

د بګرامیو ولسوالۍ استازي له شیوکيو تر کمري او بګرامیو پورې د حلقوي سړک د رغونې د غوښتنې په ترڅ کې د بدیلو مواصلاتي سړکونو د نشتون له کبله د ترافیکي ګڼې ګوڼې پر ستونزې د رڼا اچولو پر مهال د ادارې له رهبرۍ د لازمې توجه غوښتونکي شول.  

د دې ترڅنګ د خلکو استازو په سیمه کې د داسې معیاري روغتون، چې خلکو ته سم روغتیايي خدمات وړاندې کړي، د څښلو اوبو د وېش شبکې او د ولسوالۍ په ښوونځیو کې د اړتیا په اندازه د درسي ټولګیو د نشتون په تړاو هم خپل شکایتونه بیان کړل.

د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د خلکو د غوښتنو تر اورېدلو وروسته له هغوی وغوښتل چې د پوهنې او روغتیا له وزارتونو سره په همغږۍ د ښوونځیو او روغتون د ودانیو د رغونې په تړاو د دغو وزارتونو له لارې خپل غوښتنلیکونه ادارې ته وسپاري. نوموړي له اړوندو ادارو سره بشپړه همغږي یو مهم اصل وباله ویې ویل چې له شیوکیو تر بګرامیو پورې نښلونکی سړک او په دې ولسوالۍ کې د ښوونځي ودانۍ رغول د ادارې په پلان کې شامل دي.

ښاغلي شینواري وروسته د سروبي ولسوالۍ له درنو خلکو سره په ناسته کې د سړک، د روغتون لپاره د ودانۍ، برېښنا او تفریحي پارک د نشتون په تړاو د هغوی غوښتنې په حوصله مندۍ واورېدې ویې ویل چې د ۵۰۰ جریبه تفریحی پارک، چې په افغانستان کې به تر ټولو لوی تفریحي پارک وي، او پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د انارو د بڼونو جوړول د ادارې په پلان کې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د بودجوي امکاناتو په صورت کې به نور پراختیایي فعالیتونه هم د هغوی استعجالیت ته په کتو ترسره شي.

په پای کې د سروبي ولسوالۍ خلکو د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له کړنو د ملاتړ په ترڅ کې په خپله ولسوالۍ کې د پروژو د پلي کولو پر مهال د هر ډول همکارۍ لپاره چمتوالی وښوود او ناسته د خیر او برکت په دعا پای ته ورسېده.