پراختيايي موخو د ترلاسه کولو په بهير کې حکومتولي د ارزښتمن تسهيلوونکي رول لوبوي او په دې وروستيو کې ښه حکومتولي په پراختيايي ادبياتو کې ډېر کارول کېږي، نو ځکه ښه حکومتولي لاندې ۸ ځانګړتياوې لري:
ګډون، توافق منل، حساب ورکونه، روڼتيا، ځواب ورکونه، اغيزمن او ګټور، عادلانه او هر اړخيز ځانګړتياوې په بر کې نيسي او د قانون د حاکميت پيرو دی. ښه حکومتولي له دې څخه ډاډ ترلاسه کوي، چې فساد تر ټولو لږې کچې ته رسېدلی، د لږکيو ليدلوري ته پاملرنه شوې ده او په پرېکړو کې د ټولنې تر ټولو زيانمنې ډلې غږ اورېدل کېږي او همدارنګه د اوسني او راتلونکي اړتياوو ځواب ورکوونکی وي.
ښه حکومتولي د برېښناييزې حکومتولی له لارې رامنځته کېږي. برېښناييزه حکومتولي په کيفيت، ګټورتيا او د حکومتولی په ځينو برخو کې د بدلون د ودې لپاره يو ارزښتمن ځواک ګڼل کېږي. برېښناييزه حکومتولي د حکومت په برخه کې له نويو او تودو موضوعاتو څخه ده، چې لا تر اوسه يې تعريف نهايي شوی نه دی، خو هره حکومتولي يا عامه خدمتونه، چې د برېښناييزې ټکنالوژۍ له لارې ترسره شي، هغه ته برېښناييزه حکتولي ويلی شو.
د برېښناييزې حکتولۍ په پروګرامونو کې لاندې برخې شاملې دي:
د داخلي ظرفيت جوړونې ورکشاپونو او سيمينارونو له لارې د حکومتي کارکوونکو لپاره ښوونيز پروګرامونه.
د پلازمېنې زون عمده موخه دا ده، چې د زېربنا په فصل کې له پروژو سره په ګډه د شته امکاناتو په نوي کولو سره مرکز او ولايتي مرکزونو ته پراختيا ورکړي.